د شهید عبدالجبار قهرمان له ښونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۲۶ تنه افسران، ساتنمنان او سربازان فارغ شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۰:۱۹
3

هلمند کې د شهید عبدالجبار قهرمان له ښونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۲۶ تنه افسران، ساتنمنان او سربازان له یوې میاشتنۍ زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په یاده فراغت غونډه کې د هلمند مرستیال والي، د امنیه قومندانۍ مشرتابه، د شهید عبدالجبار قهرمان د ښونیز او روزنیز مرکز قومندان او د کورنیو چارو وزارت د عقیدتي او فرهنګي ریاست استازو ګډون کړی و.

د غونډې په سر کې د شهید عبدالجبار قهرمان د ښونیز او روزنیز مرکز قومندان عبدالباقي سخي زاده وویل، چې یادو فارغینو ته په نظامي برخه کې د یوې میاشتې په لړ کې لازمې زده کړې ورکړل شوې او د پولیسو د لا مسلکي کېدو په برخه کې نور پروګرامونه هم تر لاس لاندې دي.

ښاغلي سخي زاده وویل، چې د ۴۲۶ تنو فارغینو په منځ کې ۲۵۵ یې افسران او ساتنمنان او ۱۷۱ نور یې سربازان دي، چې له دې وروسته به د دندې په عملي ډګر کې ترې استفاده وشي.

د یادونې وړ ده چې د شهید عبدالجبار قهرمان د ښونیز او روزنیز مرکز په دې فراغت غونډه کې د هلمند مرستیال والي، د امنیه قومندانۍ مشرتابه او نورو راغلو چارواکو هم په خپل وار سره وینا وکړه او غونډه فارغ شویو افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو ته د فراغت سندونو په ورکړې پای ته ورسېده.