د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي لویې قوماندانۍ خبرتیا
د کورنیو چارو وزارت هغه نرینه او ښځینه افسران چې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي لویې قوماندانۍ د "پالیسي او عامه ادارې" پوهنځې د ماسټرۍ برنامې له پاره یې نوملیکنه کړې وه، رسول کېږي چې د یادې برنامې ازموینه د ۱۴۰۰ هـ.ل کال د غبرګولي په ۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ سهار مهال ۹ بجې د اکاډمي په انګړ کې ترسره کېږي.
په شرایطو برابر کسان کولای شي چې په تعیین شوي وخت کې حاضر شي او همدارنګه د ځیرکو موبایلونو، کتاب او نورو غیرضروري څیزونو له راوړنې دې په کلکه ډډه وکړي.