د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال د بدخشان د واخان ولسوالۍ له اوسېدونکو سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال الحاج مولوي عبدالمنان حسان، واخان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سرحدي بندر له امنیتي پوستو او چکپواینټونو څخه لیدنه وکړه او د امنیتي چارو د ارزونې ترڅنګ یې د یادې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره له نږدې وکتل.
په دې لیدنه کې، ښاغلي حسان د واخان ولسوالۍ د لوی پامیر سیمې د اوسېدونکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او له ولسونو سره همغږي او همکاري لا پیاوړې کړي.
د واخان ولسوالۍ اوسېدونکو د اسلامي امارت د منسوبینو د خدمتونو، په ځانګړي ډول د سړک جوړونې چارو، ستاینه وکړه او همداراز یې په رسمي تشکیل کې د سیمې اوسېدونکو ته د ونډې ورکولو له امله خپله خوښي څرګنده کړه.
ښاغلي حسان د واخان ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو د حل، د خدمتونو د پراختیا او د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به لازمې همکارۍ دوام ولري.