د داوطلبی اعلان

moi-af
sdf

Publish Date

Closing Date

Location ریاست تدارکات وزارت امور داخله افغانستان

د کورنیو چارو وزارت لسګونه قلمه خوراکي او اعاشوي توکو ته اړتیا لري.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې، یاد توکي د داوطلبۍ له لارې وپیري نو ټول لوژستیکي، سوداګریز او زراعتي شرکتونه کولای شي چې، چهارشنبه د غویي ۷ تر ۱۲ بجو پورې د نرخ ګیری معیاري سند د تدارکاتو له ریاست څخه تر لاسه کړي. 
شرکتونه مکلفه دي چې، د نرخ ګیری معیاري سندونه تر خانه پوري وروسته په اتم د غويي د پنج شنبه په ورځ ۱۰ بجې له غرمي مخکې خپلې درخواستی د تدارکاتو ریاست ته وسپاري او د آفرګشایي په غونډه کې ګډون وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د اړیتا وړ خوراکي او اعاشوي توکي:
۱- شپاړس قلمه خوراکي توکي( ترکاري او تازه میوه)
۲- وچه ډوډی
۳- دری رقمه د ( پسه، غوایه او چرګ) غوښه
یادښت: د پروژو د بېړنۍ اړتیا له امله د داوطلبۍ غونډه د پنجشبې په ورځ د غوايي په اتمه نيټه تر سره کېږي.
پته: د کابل نړیوال هوایي ډګر ۸۰ متره سرک، د کورنیو چارو وزارت

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۵۱
Background image

د کابل ولایت د پولیسو اکادمی د اړتیا وړ د لوژ او سړک پراخولو پروژه

پدې توګه د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د(۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې، د کابل ولایت د پولیسو اکادمی د اړتیا وړ د لوژ او سړک پراخولو پروژه تړون د میدان ځوانانو ساختمانی . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۵۱
Background image

د کندهار ولایت د ترافیکو مدیریت د نوی ودانی جوړلو چارو پروژه

پدې توګه د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د(۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې (د کندهار ولایت د ترافیکو مدیریت د نوی ودانی جوړلو چارو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۹:۴۷
Background image

د نورستان ولایت د څانګو د اتاقونود رغولو او له فلزي کټارې څخه د ولایت د دیوال رغولو

پدې توګه د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د(۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د نورستان ولایت د څانګو د اتاقونود رغولو او له فلزي کټارې . . .

Back to tenders