د خوست ولایتي او د باک ولسوالۍ ځايي مسؤلينو په هڅو او منځګړیتوب د يادې ولسوالۍ اړوند "جبهه" سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ٢٩ کلنه خپلمنځي شخړه چې دواړو لوريو ته پکې مرګ او ژوبله اوښتي وه، حل او هواره شوه.

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
سبیب

په یادو مراسمو کې، خوست والي مولوي عبدالله مختار، مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د ولایتي ادارې یو شمیر رئیسانو، عالماءکرامو، قومي مخورو او عامو ځوانانو ګډون کړی و.

خوست والي مولوي عبدالله مختار په خپلو څرګندونو کې د يادې روغې او جوړې په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د ځایي مسؤلینو هڅې یې وستایلې. ښاغلي مختار وويل، چې د ولسونو تر منځ يووالی او د خپلمنځي شخړو هواری د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی. مولوي مختار ژمنه وکړه، چې په خوست کې به د خپلمنځي شخړو هواري ته جدي پاملرنه کوي او له خپلو مهمو اساسي موخو یې ګڼي.

خوست والي له علماوو او قومي مخورو وغوښتل، چې په اړوند سیمو کې د خپلمنځي شخړو په هواري کې لازمې هڅې وکړي او د یوې باثباته ټولنې د رامنځته کېدو په موخه خپل ديني او ملي مسؤلیت ادا کړي.

د باک ولسوالۍ ولسوال مولوي معراج ګل معراج په خپلو خبرو کې وويل چې شاوخوا ٣٠ کاله وړاندې
د نور حليم او نور محمد کورنیو تر منځ خپلمنځي شخړه رامنځته شوي وه، چې له امله یې پنځو کسانو ژوند بایللی و. او ترمنځ یې په دې موده کې کرکه او بې باوري رامنځته کړي وه. لله الحمد چې نن د خبرو او تفاهم له مخې پای ته ورسېده.

د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ميا محمد ولي صديقي وویل، چې په خوست کې د ياد رياست په چوکاټ کې د شخړو مخنيوي کمیسیون له‌خوا د تیرو دوه کالونو په موده کې ٨٣ مرګوني شخړې حل او هوارې شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د شخړو د حل ياد بهیر په ډیره ښه توګه دوام لري.

په پای کې، دواړو کورنیو په یاده پریکړه رضایت څرګند کړ، او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به هيڅ ډول اقدام او کرکه نه کوي. بلکې د احوت ژوند ته به دوام ورکوي.