د جنایي جرمونو په تړاو ۳۶ کسه نیول شوي

یاد شمير کسان د وژنو، سړیتښتونو، قاچاق او ځینو نورو جرمونو په تړاو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ امنیتي منسوبینو ۱۳ کسه د وژنو، غلا، اخلاقي فساد او ځینو نورو جرمونو په تړاو نیولي دي.
په ورته وخت کې، پينځه تنه د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د سړیتښتونو په تړاو، پينځه تنه په کندز کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو امنیتي ځواکونو نیولي دي.
له بل لوري، امنیتي ځواکونو درې غله د تخار ولایت مرکز تالقان ښار او درې تنه نور د اخلاقي فساد په تړاو د همدې ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ، یو کس د غلا او یو تن د قتل په تړاو په خوست، یو بل تن، چې یو موټر، څه باندې یو میلون افغانۍ او ۲۴ زره ډالر یې غلا کړي و، د پکتیا پولیسو نیولی دی.
په یو بل خبر کې، یو تن د کندهار په سپين بولدک کې پاکستان ته د ۲۰۰ کیلو قیمتي ډبرو د ناقانونه لېږد په تړاو او یو بل تن په لغمان کې د غلا په تړاو د یاد ولایت امنیتي پولیسو نیولی دی.
همدارنګه، ترورېزم سره د مبارزې پو لیسو د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې ۲۹ میله سپکې و درنې وسلې، اته زره ډول ډول مرمۍ، دوه د شپې دوربینونه او ځینې نور پوځي تجهیزات ترلاسه او ضبط کړي دي. په همدې وخت کې یو بل تن له یو میل کلاشینکوف، یو میل ایم ۱۶ او نورو پوځي وسایلو سره د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې نیول شوی دي.