د جنایي جرمونو په تړاو ۲۱ تنه نیول شوي او د ځنګلي لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې منسوبینو د یو کشفي عملیات په ترڅ کې یوه ۱۰ کسیزه ډله چې په بېلابېلو سیمو کې یې غلاوې کولې، ونیوله.
له نیول شویو کسانو څخه یو عراده ریکشا، درې قبضې توپنچې، څو چاقوګان او نور وسایل ترلاسه شوي دي.
په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څو جلا اقداماتو کې؛ ۴ تنه په جوزجان ولایت کې د سولر تختو د غلا، ۴ تنه غله په فراه او ۳ تنه په بامیان ولایت کې د یو عراده موټر د غلا په تړاو ونیول.
همداراز د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې منسوبینو د یوې اونۍ په ترڅ کې د اوو موټره ځنګلي او قیمتي لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.