د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون لخوا خبریالانو او رسنيو ته د ګواښ په اړه د کورنيو چارو وزارت اعلامیه!
د افغانستان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو هغه اعلامیه په کلکه غندي، چې رسنيو ته يې پکې خبرداری ورکړی او خبریالان یې ګواښلي دي.
رسنۍ او د بيان ازادي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستره لاسته راوړنه ده او دوی د افغانستان د نافذه قوانينو سره سم فعاليت کوي. د افغانستان رسنۍ او خبریالان په ډېرو سختو او ننګوونکو شرایطو کې دنده تر سره کوي او تل يې د افغانستان، افغانانو او ملي ارزښتونو دفاع کړې.
دا چې طالبانو د سيمې د ټولو استخباراتي شبکو د پراخو تبليغاتي امکاناتو او ملاتړ سره - سره د افغانستان د خلکو په ذهن کې ځای بایللی، د مخامخ جګړې تر څنګ يې اوس تبليغاتي جګړه هم بايللې، د خپلو وحشيانه اعمالو له امله د افغان مسلمان ملت د کرکې لامل ګرځېدلي اوغواړي چې خپله ماتې اوس په داسې بزدلانه اعلاميو سره جبران کړي.
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه ټولو خبریالانو او رسنيو ته ډاډ ورکوي، چې ستاسې د امنيت او مصوونیت لپاره به لا ډېر ګامونه واخيستل شي. افغانان ستاسې له هغو هلوځلو مننه کوي چې د شعور د لوړتيا او د پر وخت او کره معلوماتو د رسولو په لاره کې مو کړې دي.
