د تخار ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه تنه له ۱۰۴ کیلوګرامه تریاکو سره یوځای هغه مهال ونیول،
چې یاد توکي یې په ماهرانه ډول په یوه ټکسي ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو او نامالوم ځای ته یې لېږدول.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.