د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ترهګریز برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

hakimi-moi

د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو د ترهګرو طالبانو برید چې پکې زموږ یو شمېر ملکي هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي، یو جنایتکاره عمل ګڼي او دا جنایت په کلکو ټکو غندي.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د نهرین ولسوالۍ په اره کش کلي کې پر ملکي خلکو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۲۵ تنه د سیمې ملکي مېشتي شهیدان شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
ملي پولیس هم د ملکي خلکو د مرستې لپاره د پېښې سیمې ته تللي او ترهګرو طالبانو ته د ځوابیه غبرګون په لړ کې یې ۱۵ ترهګر طالبان وژلي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت زموږ د هېوادوالو د ساتنې په موخه یو ځل بیا ملي پولیسو ته دستور ورکوي، چې د ملکي خلکو د ساتنې او ژغورنې په برخه کې له هر ډول امکاناتو ګټنه وکړي او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې ملکي خلکو ته زیان ورسوي.
پر ملکي خلکو برید ښيي، چې ترهګر طالبان د افغانستان له خلکو سره د دښمۍ په برخه کې هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي او هېڅ ډول اصول او اخلاق نه پېژني او دا شیطان صفته ډله تل سوله غوښتونکو خلکو ته د زیان رسونې په لټه کې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت د نهرین ولسوالۍ شهیدانو ته فردوس جنت او پاتې شونو ته یې د لایزال ذات څخه جمیل صبرغواړي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

Back to announcements