د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ترهګریز برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi
fd

د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو د ترهګرو طالبانو برید چې پکې زموږ یو شمېر ملکي هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي، یو جنایتکاره عمل ګڼي او دا جنایت په کلکو ټکو غندي.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د نهرین ولسوالۍ په اره کش کلي کې پر ملکي خلکو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۲۵ تنه د سیمې ملکي مېشتي شهیدان شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
ملي پولیس هم د ملکي خلکو د مرستې لپاره د پېښې سیمې ته تللي او ترهګرو طالبانو ته د ځوابیه غبرګون په لړ کې یې ۱۵ ترهګر طالبان وژلي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت زموږ د هېوادوالو د ساتنې په موخه یو ځل بیا ملي پولیسو ته دستور ورکوي، چې د ملکي خلکو د ساتنې او ژغورنې په برخه کې له هر ډول امکاناتو ګټنه وکړي او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې ملکي خلکو ته زیان ورسوي.
پر ملکي خلکو برید ښيي، چې ترهګر طالبان د افغانستان له خلکو سره د دښمۍ په برخه کې هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي او هېڅ ډول اصول او اخلاق نه پېژني او دا شیطان صفته ډله تل سوله غوښتونکو خلکو ته د زیان رسونې په لټه کې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت د نهرین ولسوالۍ شهیدانو ته فردوس جنت او پاتې شونو ته یې د لایزال ذات څخه جمیل صبرغواړي.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

Back to announcements