د بغلان امنیه قوماندانۍ د تخنیکي ورکشاپ منسوبینو لسګونه نظامي وسایط ترمیم کړي او د پولیسو ګټه اخېستو ته یې سپارلي دي.

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۹:۴۵
asdfasd

په يادو وسایطو کې ۳ هاموي ټانګونه، ۱۸ رینجر موټرونه او یو نظامي امبولانس شامل دی.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال مولوي عبدالحق حقاني په وینا د نظامي وسایطو د جوړولو بهیر به تر هغې روان وي چې په یاده قوماندانۍ کې ټول تخریب شوي وسایط ورغول شي او پولیسو ګټه اخېستو ته چمتو شي.