د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار له مختلفو برخو ۲۵۶ تنه سوالګر راټول شوي دي.

د سوالګرو د راټولیدو په دوام دا ځل د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزي مدیریت منسوبینو د مرکز فیض اباد په مختلفو برخو کې ۲۵۶ تنه سوالګر راټول کړي او اړونده ځایونو ته یې انتقال کړي دي.