د بدخشان نوی ټاکل شوی والي معرفي شو

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۲۲
asdfa

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او سترانېژۍ مرستیال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، مولوي اسماعیل غزنوي د یاد ولایت والي په توګه معرفي کړ.
دغه مراسم چې د مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په ګډون جوړ شوي وو، ښاغلي مخدوم په خپلو خبرو کې، وویل چې د مسوولینو انتخابول باید د وړتیا، امانت دارۍ او خدمت کولو پر معیار وي چې د مولوي اسماعیل غزنوي ټاکل هم پر همدغه معیار شوي دي.
ښاغلي مخدوم د تېر والي له کړنو قدرداني وکړه او د ټولو مسوولینو څخه یې وغوښتل چې، له نوي والي سره پوره همکاري وکړي تر څو د ولس خدمت، امنیت، ارامتیا او ودې لپاره نور مثبت ګامونه پورته شي.