د اسلام‌کلا بندر کې د څه باندې ۴۰۹ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲۹
asdfas

د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحدي پولیسو د لوی ریاست منسوبینو، د هرات ولایت د اسلام‌کلا په ځمکني بندر کې د ۴۰۹ زره او ۲۰۰ امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د معلوماتو له مخې، یو تن غوښتل یادې پیسې په غیرقانوني ډول له هېواده بهر انتقال کړي، چې د سرحدي پولیسو له لوري ونیول شو.

نیول شوی کس د قضیې د لا ډېرو څېړنو لپاره تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.