خوست کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ونیول شول
د خوست امنیه قومندانۍ د ځاځي میدان ولسوالۍ د تروریزم ضد پولیسو د یادې ولسوالۍ د داڼیو جبې کلي کې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
په نیول شویو وسلو او مهماتو کې دوه میله راکېټ، ۱۵ لاسي بمونه، ۱۱۰۰ د پيکا مرمۍ، دوه بکسې د دهشکې مرمۍ، ۲۴ د راکېټ مرمۍ او ۲۴ د راکېټ مرمیو پټاکۍ شاملې دي.
په دې تړاو پولیسو په اړونده سیمه کې درې کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.