خوست ولايت عامه خدمتونو ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
پرانيست غونډې ته د یاد ولایت والي الحاج مولوي عبدالله مختار او نور مسؤولین راغلي وو.
ښاغلي مختار په خپلو خبرو کې د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ په مننې سره د نورو داسې بنسټيزو پروژو د پلي کولو غوښتونکی شو.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د تأسیساتو رئيس مولوي فضل الرحمن خبرې وکړې وویل چې یاده ودانۍ په نېږدې ۱۱ میلیونه افغانۍ د کورنیو چارو وزارت له بودیجې څخه جوړه شوې چې د ولس ډېرې ستونزې به له دې وروسته په دغه مرکز کې حل شي او ولس ته به د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي.