تخار کې د ۷۵ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار ته څېرمه په خطایان سیمه کې د پلټنو پر مهال دوه تنه نیولي، چې ۷۵ کیلوګرامه تریاک یې په یوه فولډر موټر کې په پټه ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې قاچاق یې کړي. نیول شوي کسان دا مهال د پولیسو تر څېړنو لاندې دي، چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. یاده دې وي، چې تر دې مخکې هم د یاد ولایت نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت له لوري له ۱۱۲ کیلوګرامه زیات تریاک کشف او ضبط شوي وو.