تخار کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي ځواکونو سره ګډ د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو په وړاندې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د بهار ولسوالۍ (قلبرس، قبرقاضي، قره هندو، شیخ علي قشلاق، پیکپ تپه، اسحاق بېک او مسجد سفېد) سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې او ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د عملیاتو په لړ کې د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د مهم ډلمشر مولوي عبدالحمید په ګډون، مولوي عبدالعزیز چې د طالبانو یو بل مهم قومندان دی او قاري روح الله چې د مولوي عبدالحمید مرستیال و، په وژل شويو ترهګرو کې دي.