تخار کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۰:۲۸
6

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۳۵۰ کیلو ګرامه بنګدانې، تابلېت K او یو شمېر هیرویین هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.