تخار، غزني او خوست کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۹:۵۵
8

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تخار، غزني او خوست ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا کشفي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ په تخار ولایت کې دوه تنه، په غزني ولایت کې یو کس او همدارنګه په خوست ولایت کې هم درې تنه له یو اندازه چرسو، هیرویینو، تریاکو، ښيښه او یوې قبضې تفنګچې سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.