بلخ کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۹:۴۳
ط
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو ۱۷ کلن نوی ځوان چې د فاریاب ولایت اصلي اوسېدونکی و او څه موده دمخه د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ له اړوند سیمو تښتول شوی و، د ملي پولیسو له خوا د بلخ کمربند د نواباد له سیمې وژغورل شو.
د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.