بلخ کې له امنیتي چارواکو، د ټاکنو له کمېسیون او له زیربطو بنسټونو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
نن په بلخ کې له امنیتي سکتورونو، د ټاکنو له ولایتي کمېسیون، رسنیو، مدني فعالانو او مشرانو سره د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې ګډونوالو د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د تبادل نظر تر څنګ د رایې اچونې په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې هر افغان د دې حق لري تر څو د هېواد راتلوونکی زعیم له خپلې خوښې سره سم د رایې د کارونې له لارې وټاکي.
همداراز غونډه کې امنیتي مسوولینو هم د امنیت له ساتلو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په بلخ کې به د ټولو ټاکنیزو سایټونو، کارکوونکو، ناظرینو او خلکو امنیت په کلکه وساتي.