بلخ کې د غلا په تړاو دوه تنه ونیول شول
د بلخ ولایت د حیرتان بندر ښارګوټي د امنیه قوماندانۍ پولیسو په یو کشفي اقدام کې دوه تنه د یاد ښارګوټي په "سرچاه" سیمه کې د موبایل پلورلو له یوه دکان څخه د غلا په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۳۵ سېټه ځیرک (سمارټ) موبایلونه، ۸ سېټه ساده موبایلونه، ۷ پایې د وایفای وسیلې، یو لپټاپ کمپیوټر او یو شمېر نور اړوند وسایل او توکي ترلاسه شوي دي.