بلخ، هلمند، بامیان او ننګرهار کې پنځه تنه د وسله والو غلاو او جعلي اسنادو په تړاو ونیول شول.
د بلخ، هلمند او بامیان ولایتونو د امنیه قومندانۍ منسوبینو د درې بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو تن د مزارشریف ښار د درېیمې ناحیې له اړوند سیمو د ۴۳ موبایلونو د غلا، یو کس د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار له اړوند سیمو څخه د یو عراده موټرسایکل د غلا او یو کس د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه د ۱۹ رأسه غواو د غلا په تړاو نیولي دي او یاد مالونه یې بېرته څښتنو ته ورسپارلي دي.
همداراز د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه عملیات په لړ کې دوه کمېشن کاران له یو شمېر جعلي اسنادو سره د پاکستان قونسلګرۍ له اړوند سیمو نیولي دي.