بلخ، نیمروز، لغمان او پروان کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

پولیسو د بلخ، نیمروز، لغمان او پروان ولایتونو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د وېش شبکو د نیولو په پار ځینې کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ نیمروز کې دوه تنه، بلخ کې یو کس، لغمان کې هم یو کس او همدارنګه په پروان کې دوه تنه له یو اندازه هیرویینو، چرسو او نشه کوونکو تابلېتونو سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.