بغلان کې د ترهګرو طالبانو یو سیمه ییز قومندان ووژل شو.

ابوبکر د ترهګرو طالبانو یو سیمه ییز قومندان دی چې تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین په خلازیي کلي کې د ماین پر خښولو بوخت و، چې د خپل لاسي ماین د چاودنې ښکار شو.
د ترهګرو طالبانو دې سیمه ییز قومندان په بغلان کې د ترهګریزو پېښو په طرح او جوړونه او په ځانګړې توګه د سړک غاړې د ماینونو په جوړولو کې کلیدي رول درلود.