بدخشان کې یو شمېر نشه توکي، چاودېدونکي توکي او مهمات کشف شول
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو شمېر نشه يي توکي له ۴۲ بستو پټاقیو، ۳۱۰ ډزه ګولیو، دوه ډزه نارنجک انداز او یو شمېر نورو نظامي مهماتو سره د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.