بدخشان کې د نشه يي توکو یوه تولیدي کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۱۴:۳۱
1

نن سهار د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په درایم ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د نشه يي توکو یوه تولیدي کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
له یادې کارخونې څخه چې په "مغلتي" کلي کې یې فعالیت درلود؛ ۶۴ کیلوګرامه تریاک، یو پایه جنراتور، د نشه يي توکو د پروسېس یو پایه ماشین او د نشه يي توکو د تولید او پروسېس یو شمېر نور وسایل کشف او ترلاسه شوي دي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو یو کس نیولی دی.