اور وژنې ریاست

د اور وژنې او طبعې پیښو پر وړاندې د مبارزې لوي ریاست د هیواد  په کچه د اړوند چارو د تنظیم او د اور د مخنیوي  او د هغې د مړه کیدو، د اورنه د خلکو او د هغوي د مالونو د ژغورلو او د اور لګیدنې د پیښو نه د مخنیوي  په موخه دنده په غاړه لري.

د دغې دندې دښه سرته رسولو دپاره د غوره تدبیرونو په لاره اچول، د اغیزمندو تدبیرونو او داور د مړه کیدو په برخه کې د ډاډ حاصلول، د تخنیکي وسایلو نه په ښه توګه د اور په مړه کیدو کې کار اخیستل، په دولتي او نا دولتي ودانیو کې اساسي سروې، تخنیکي سروې او اوپراتیفی سروې سرته رسول او د ودانیو او تاسیساتو د ټولو تخنیکي برخو څارنه اوهمدا راز په دغو ودانیو کی د طبعی پیښو لکه زلزلې، واورې ښویدنې،د سیلابونود کچې لوړوالې،د الوتکو غورځیدل او ترافیکی پیښو د مخنیوي  دنده په غاړه لري.

په ورستیو ۱۲ کلونو کې اور وژنې ته ځانګړې پاملرنه شوي ده دا ځکه چې په زیات شمیر کې د اور وژنې وسایط او وسایل د دې ادارې په واک کې ورکړ شوی دی. همدا راز ویجاړ شوي تاسیسات او ودانۍ رغول شوې او د دی ادارې تشکیل د اور وژنې د ریاست څخه د طبعې پیښو او اور وژنې لوي یاست ته لوړ کړی شویدی چې اوس دا اداره د هیواد په ټولو ولایتونو کې خپل استازیتوب لري.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ژغورلو او اور وژنې ۳۶ ډلې (ټیمونه) فعالیت کوي چې په ټوله کې ۱۵۰۰ تنه د هغې تشکیل جوړوي په هرې ډلې کې لږ تر لږه د اور وژنې دوه عصري موټرې شتون لري چې د مسلکي مهارتونو نه هغوي ګټه پورته کوي د هیواد په کچه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په ټوله کې ۱۴۶۲ د اور، زلزلې ، اوبو زیاتوالې ، واورې ښوویدنې او نور منځ ته راغلي دي چې دی پیښو د ځان سره مالي او ځاني زیانونه هم درلودل لکه چې په نوموړو پیښو کې ۱۷۵ تنه وژل شوي او ۷۵ تنه ټپیان شوي دي او لږ تر لږه ۵۴۶۱ میلیونه افغانۍ هیواد والو ته مالي زیانونه رسیدلي وو همدا رنګه د یادونې وړه ده چې د دغه ریاست د کار کوونکو په هلو ځلو سره د ۲،۳ ملیاردو افغانیو په اندازه د هیواد والو د مالي زیانونو څخه مخنیوی شوي دی.