انټرپول پولیسو ایران کې یو فراري قاتل نیولی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۰:۵۳
8

انټرپول پولیسو یو فراري قاتل په ایران کې نیولی او بېرته یې افغان پولیسو ته سپارلی دی.
یاد کس شفیق الله نومېږي او دوه کاله دمخه د دوه بغلان مېشتو له وژلو وروسته ایران ته تښتېدلی و.
شفیق الله د کورنیو چارو وزارت له انټرپول پولیسو سره په همغږۍ تېره ورځ د یاد وزارت پولیسو ته سپارل شوی دی.