امنیتي ځواکونو؛ ۱۲ تنه نیولي او نظامي تجهیزات یې کشف او ترلاسه کړي دي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۵۸
asdfasfd

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په بلخ، کندز، کندهار، هرات او سمنګان کې ۱۲ تنه د غلا او انساني قاچاق په تړاو نیولي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.
له ډلې یې، پنځه تنه د غلا په تړاو په بلخ، درې تنه د انساني قاچاق په تړاو په کندز، دوه حرفوي غله په هرات او دوه وسله وال او حرفوي غله په کندهار او سمنګان ولایتونو کې نیول شوي دي.

په ورته مهال، د پکتیا ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو پلټونکي عملیات پایله کې یوه اندازه وسلې او نظامي تجهیزات موندلي او ضبط کړي دي.