الحاج قاري ګل حیدر شفق د بامیان ولایت د نوي والي په توګه معرفي شو.
په بامیان ولایت کې په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت استول شوي پلاوي، د بامیان پخواني والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، علماوو کرامو، قومي مخورو او نورو مسئولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت پلاوي الحاج حافظ نورالله انصار د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د بامیان د پخواني والي د خدمتونو ستاینه وکړه او د بامیان د نوي والي الحاج قاري ګل حیدر شفق لپاره یې د خلکو د خدمت په لاره کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
د بامیان پخواني والي د وحدت، همکارۍ او د خلکو ترمنځ د سولهییز ګډ ژوند د فضا له رامنځته کېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې د ولایت په کچه بشپړ امنیت ټینګ شوی او د بېلابېلو قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ فضا په بېساري ډول رامنځته شوې ده.
همداراز د بامیان نوي والي قاري ګل حیدر شفق په خپلو خبرو کې د امنیت د ټینګښت او خلکو ته د خدمت په موخه د یاد ولایت د خلکو، قومي مشرانو او علماوو څخه وغوښتل، چې د سیمهییزې ادارې له رهبرۍ سره صادقانه همکاري وکړي.