د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو
په تېرو دوو ورځو کې د سنگین، موسیکلا، ناوې ولسوالیو او د لښکرګاه ښار په لومړۍ او دویمه امنیتي حوزه کې ۱۱ تنه د غلا په تړاو ونیول. په ورته وخت کې، د کونړ ولایت د چپېدرې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د لرګیو د قاچاق د مخنیوي په دوام، ۴ تنه د لرګیو د قاچاق په تړاو له یوې مازډا موټر سره نیولي دي. همدارنګه، د نورستان ولایت د کانتیوا ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبینو ۲ تنه د غلا په تړاو نیولي دي.