هرات ښار کې د غلو یوه اته کسیزه ډله ونیول شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۳۶
asfsaf

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو د مسلکي غلو یوه اته کسیزه ډله، چې د ریکشا په وسیله به یې په چل او دوکې له مسافرو د پیسو او شتمنیو غلا کوله، پېژندلې او نیولې ده.

د دغې ډلې غړو به مسافر په ریکشا کې سپرول او د خپلو نورو ملګرو په همکارۍ به یې له فرصته په ګټې اخیستنې د هغوی پیسې او نور توکي په ماهرانه ډول غلا کول.

نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د قانوني اجراآتو د بشپړولو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.