بلخ کې د نشهيي توکو، روږدو او سوالګرو ضد د مبارزې کلني پرمختګونه، زرګونه کیلو ګرامه نشهیي توکي نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت نشهيي توکو سره د مبارزې په لړ کې، د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت د ۱۴۴۶ هـ.ق کال تر پایه د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي. د یاد مدیریت د معلوماتو پر بنسټ، په تېره یوه کال کې د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ۵۹۶ تنه مظنونین نیول شوي، ۷۶۱،۵۴۳ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي او ۵۴۲،۴۰۰ لیټره الکولي مشروبات کشف او د اړونده استازو او رسنیو په شتون کې له منځه وړل شوي دي.
همداراز، په نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې او راټولولو په موخه ۳۰۳۰ تنه معتادین راټول شوي، چې له ډلې یې ۲۱۲۱ تنه تر درملنې وروسته رخصت، ۴۲۵ تنه د عامې روغتیا مراکزو ته معرفي او ۴۸۴ تنه لا هم تر درملنې لاندې دي. په همدې موده کې ۱۱۵۶ تنه سوالګر هم راټول شوي، چې له بایمټریک وروسته ۱۰۲ تنه مستحق پېژندل شوي او له خیریه بنسټونو سره د همغږۍ له لارې ورسره نغدي او خوراکي مرستې ترسره شوې دي.