​په فاریاب ولایت کې ۴۲ کیلوګرامه شیشه ترلاسه او ضبط شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۲۲
sadfsa

 یو تن چې ​۴۲ کیلوګرامه شیشه ډوله نشه يي توکي یې په هرات ولایت کې په یو موټر کې ځای پر ځای کړي وو، او غوښتل یې چې د فاریاب ولایت له لارې یې بلخ ولایت ته ولېږدوي، د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کشفي هڅو په ترڅ کې وپېژندل شو او له نشه یي توکو سره یوځای ونیول شو.

​نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.