۸ ولایتونو کې؛ د چرسو کروندو اړولو ترڅنګ د نشه یي توکو درې کارخونې موندل شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۱:۳
c

نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نشه یي توکو یوه کارخونه په هرات، یوه په هلمند او یوه په کندهار ولایت کې موندلې او سوځولې ده.
همداراز، یادو پولیسو پنځه جریبه د چرسو کروندې په هلمند او څه باندې دوه جریبه په بادغیس او فاریاب کې اړولي دي.
ورته مهال، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو پلور په تړاو ۷ تنه له یوه اندازه نشه یي توکو سره په کابل، دوه تنه په پکتیا او یو تن په نیمروز کې له ۱۸ کیلو اپينو سره نیولی دی.