یو تن په کندز کې د تښتونکو له منګلو وژغورل شو

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۳
يژژةي

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو یوه پنځه کسیزه ډله د تښتونکو نیولي چې، یو کس یې د میدان وردګو څخه تښتولی وو.
تښتونکو یاد کس د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د سرفراز خیلو له سیمې څخه تښتولی او غوښتل یې چې، د کندز ولایت څخه یې یوه نامعلوم ځای ته ولېږدوي چې د پولیسو له لوري ونیول شو.
د نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې موټر. یو میل کلاشینکوف او یو میل تفنګچه لاسته راغلي.
نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.