کورنیو چارو وزارت عامه ساتنې او ملي تصدۍ معینیت له روزنیز مرکز څخه ۲۱۳ تنه منسوبین فارغ شول
فراغت غونډې کې د یاد معینیت د ښوونیز مرکز قومندان الحاج سمونوال قاري سیف الرحمن منصور په ګډون یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی وو.
دوی په خپلو ویناوو کې له فارغو شویو منسوبینو وغښتل چې د ملي شتمنیو په ساتلو کې پوره هڅې وکړي او خپلې زده کړې تر نورو منسوبینو هم ورسوي.
د مراسمو په پای کې نمایشي حرکتونه نندارې ته وړاندې شول او په فارغانو تصدیق پاڼې ووېشل شوې.