پکتیا ولایت کې د يوې اندازې وسلې د قاچاق مخه ونیول شوه 

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۹
asdfa

د یاد ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ امنیتي منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسلو د قاچاق مخه نيولې.
لاسته راغلو وسلو کې، ۳۴ ميله تفنګچې، ۴ میله ام فور، ۱ میل کرینکوف او نورې وسلې شاملې دي چې د قاچاق وړونکو له خوا د ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته راوړل کېدې او د پولیسو لخوا کشف او ترلاسه شوې.
قاچاق وړونکي د امنيتي ځواکونو له رسېدو مخکې له سیمې په تېښته بريالي شوي خو د پولیسو هڅې ېې د نیولو په موخه روانې دي.