په کندهار کې په تېرو درېیو میاشتو کې راټول شوي بېلابېل نشه يي توکي وسوځول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۳:۵۵
شسس

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو ۱۳ زره کېلوګرامه نشه يي توکي له نږدې ۸۰ زره نشه یي ټابلیټونو سره، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې کشف او راټول شوي وو، د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان او د دې ولایت د ښاري محکمې د حکم پر بنسټ وسوځول.