په بدخشان ولایت کې ۷۰۶ کېلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول
د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ په شهر سعادت سیمه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د کشفي هڅو په ترڅ کې ۷۰۶ کېلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شوي دي.
د دې پېښې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي چې له څېړنو او د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.