پنځو ولایتونو کې پولیسو ۱۱ تنه نیولي او وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلاوو، باج اخېستو او قاچاق په تړاو په هرات، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ۱۱ تنه نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له منځه یې، شپږ تنه د غلا په تړاو په هرات، څلور تنه د باج اخېستو او یو تن د قیمتي ډبرو د قاچاق په تړاو په ننګرهار او یو تن د ځنګلونو د وهلو په تړاو په کونړ ولایت کې نیول شوی دی.
په ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په پکتیکا ولایت کې درې میله وسله او یوه اندازه مهمات او په بدخشان ولایت کې درې میله وسله کشف او ضبط کړې ده.