د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال الحاج مولوي محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د برتانیې هېواد له ځانګړي استازي ریچارد لنزي او ورسره مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۲۲
asdfa

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې وکړې او نظریات یې تبادله کړل. همدارنګه د برتانیې له لوري د ملګرو ملتونو له لارې د بشري مرستو او د افغان کډوالو د ملاتړ یادونه وشوه.

په پای کې دواړو لورو د همکارۍ او دوامدارو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.