د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو ۱۰ تنه منسوبینو د چاودېدونکو توکو د کشف او شنډ په برخه کې له یو لړ زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۰:۴۰
6

تېره ورځ د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو ۱۰ تنه منسوبینو په میهن ښونیز مرکز کې د ماین او چاودېدونکو توکو د کشف او شنډ په برخه کې د یو لړ زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
پدې ښونیز مرکز کې د ماین او چاودېدونکو توکو د کشف او شنډ په برخه کې په اساسي او مسلکي توګه د ۶۰ ورځو لپاره یادو منسوبینو ته د ملي او نړیوالو ښوونکو له لوري عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې دي.
تر دې مهاله د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو ۵۵ تنه منسوبین په پنځو پړاوونو کې له یو لړ زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.