د شرطې ځانګړو ځواکونو ولایتي مرستیال د اوو ولایتونو له قطعاتو لیدنه وکړه
د شرطې ځانګړو ځواکونو ولایتي مرستیال الحاج مولوي جانان عزیزي په مشرۍ ګډ پلاوي په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو کې د شرطې ځانګړو ځواکونو له قطعاتو لیدنه وکړه.
د دې لیدنو په ترڅ کې د یادو قطعاتو اداري چارې، د آمریتونو د فعالیت څرنګوالی او د چارو د پرمخ وړلو بهیر له نږدې وڅېړل شو، ستونزې یې په ګوته شوې او د چارو د سمون او ښه والي په موخه لازمې عملي لارښوونې ورکړل شوې او ښوونیز سیمینارونه هم جوړ شول.
د دې سفر په ترڅ کې د ولایتونو د رهبرۍ او د شرطې ځانګړو ځواکونو د اړوندو قطعاتو ترمنځ د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار وشو، څو اړوندې چارې په ښه توګه تنظیم او ترسره شي.