د روغتیایي چارو لوی ریاست افسرانو او کارکوونکو ته روزنیز سیمینار ترسره شو
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست، د عقیدتي، ولسي پولیسو او ۱۱۹ ریاستونو په همکارۍ، د روغتیایي چارو لوی ریاست نظامي منسوبینو او ملکي کارکوونکو ته روزنیز سیمینار ترسره کړ. دغه سیمینار د منسوبینو د پوهاوي لوړولو، له خلکو سره د ښه چلند او اغېزمنو اړیکو د پیاوړتیا، د اداري فساد د مخنیوي، د بیتالمال د ساتنې او د شرطې ځواکونو د اسلامي او مسلکي زدهکړو د ودې په موخه جوړ شوی و. د سیمینار په پای کې له ګډونوالو وغوښتل شول چې د وړاندې شویو لارښوونو سره سم خپلې دندې په امانتدارۍ، اخلاص او د مسؤلیت په لوړ احساس ترسره کړي، ترڅو د خلکو باور لا پیاوړی او خلکو ته لا غوره او اغېزمن خدمات وړاندې شي.