Pastنور دلته
فاریاب کې د ترهګرو طالبانو مخکښ غړی قاري ګل ووژل شو
فاریاب ولایت کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د طالبانو مخکښ غړی قاري ګل مشهور په زبیر وژل شوی دی.
نن سهار ترهګرو غوښتل چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ. . .
کندوز کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په کندوز ولایت کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې په ځوابیه برید کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو تېره شپه د کندوز ولایت په. . .
فراه کې ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د مرکز په اړوند نوده او کارېزک سیمو کې د ترهګرو طالبانو بریدونه شنډ کړي او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې بریدونو کې ۱۶ ترهګر. . .
خوست کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو په ترڅ کې ۳۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
ترهګرو طالبانو د خوست ولایت په یعقوبي ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر یوې ټولنې چې د بیرغ ملي ورځې د نمانځنې په مناسبت جوړه شوې وه، برید کړی چې له امله یې زموږ ۲ تنه ملکي هېوادوال شهیدان شوي. . .
تخار کې ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي پاڅونونو په ملاتړ د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په قرهپرچاب، سلاخيقشلاق، خسکپه او چوبر سیمو کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې. . .
هلمند کې د واشېر ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مرستیال په ګډون ۳۴ طالب ترهګر ووژل شول
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ په هلمند ولایت کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د واشېر ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مرستیال "ضیاالحق" مشهور په "قوماندان". . .
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات په ګړندۍ توګه پر مخ روان دي
نن سهار ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي پاڅون په ملاتړ د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د پل پشتون سیمې په اړوند سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ګڼ کلي د ترهګرو. . .
تخار کې ۲۰ ترهګر طالبان ووژل شول
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په اړوند سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
په دې عملیاتو کې. . .
لوګر کې د ترهګرو طالبانو د جلب او جذب مسوول ووژل شو
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د جلب او جذب مسوول قدرت مشهور په حیدري وژل شوی او یو بل. . .
