په ۷ ولایتونو کې؛ ۲۱ تنه نیول شوي او ۷ عرادې موټرسایکلونه ضبط شوي
د پولیسو ځواکونو، ۲۱ تنه د غلا، وژنې، اخلاقي فساد او غیرقانوني وسلو ساتلو په تړاو په تخار، بلخ، ننګرهار، فاریاب، غزني او سمنګان ولایتونو کې نیولي.
له دې ډلې، ۵ تنه د غلا په تړاو په ننګرهار کې، ۵ تنه د قماربازۍ په تړاو په بلخ کې ،۸ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په تخار کې، یو غل په فاریاب کې، یو تن د وژنې په تړاو په غزني ولایت کې او یو بل تن د غیر قانوني وسلې ساتلو په تړاو د سمنګان ولایت په اړونده سیمو کې نیول شوی.
په همدې حال کې، د کندهار امنیه قومندانۍ منسوبینو ،۷ عرادې هغه موټرسایکلونه نیولي چې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل شوي وو.